مزدور د ټولنې او د هېواد په مجموعي معاشي او اقتصادي پرمختګ كښې كليدي حېثيت لري۔ د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي

کوئټه 30 اپرېل(اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د مئي په وړومبۍ نيټه د خواري كښو د نړيوالې ورځ په مناسبت سره خپل يو پېغام كښې وئيلي دي دا ورځ په كال 1886 كښې د شكاګو د شهيدانو هلو ځلو ته د پېرزوئنو وړاندې كولو ورځ ده۔ د دې ورځ د لمانځلو مقصد د مزدورانو حق لپاره غږ پورته كول دي۔ سرفراز احمد بګټي ووئيلمزدور د ټولنې او د هېواد په مجموعي معاشي او اقتصادي پرمختګ كښې كليدي حېثيت لري۔