وزيراعظم شهباز شريف د نړيوال اقتصادي فورم په خاص غونډه كښې د ګډون كولو نه پس هېواد ته راروان شو

رياض 30 اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د نړيوال اقتصادي فورم په خاص غونډه كښې ګډون كولو نه پس هېواد ته راستون شو۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شيو بيان له مخې د رياض په رائل هوائي مېدان ټرمينل د سعودي عرب اعلٰی چارواكو٬پاكستان كښې د سعودي سفير٬سعودي عرب كښې د پاكستان سفير او نورې سفارتي عملې وزيراعظم محمد شهباز شريف ته په مخه ښه اووې۔د نړيوال اقتصادي فورم په موقع وزيراعظم د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان آل سعود٬د كويت امير شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح٬د ملائېشيا وزيراعظم انور ابراهيم٬د سعودي وزيرانو سره ملاقاتونه وكړل ۔د وزيراعظم دا دوره د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه معاشي اړيكو په اړه هم ډېره د اهميت وړ وه