د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د خواري كښو نړيواله ورځ سبا لمانځلې شي

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د خواري كښو نړيواله ورځ به سبا د شورؤ په ورځ په 01 مئی لمانځلے شي۔ د دې ورځ د لمانځلو مقصد د خواري كښو سره د يووالي څرګندونه،د هغوې د مسئلو خاتمه او آسانيو وركولو په اړه شعور بيدارول دي۔ انټرنېشنل لېبر آرګنائزیشن د سيورې لاندې د خواري كښو د مسئلو ختمولو لپاره هڅې رواني دي۔دا خبره دې ياده وي چې په كال 1889 كښې ریمنډ لیوین په تجویز 1890كښې په وړمبي ځل 01 مئی د خواري كښو ورځ لمانځلې كيدو اعلان شوې ؤ،دې نه پس هر كال په ټوله نړۍ كښې دا ورځ لمانځلے كېږي۔ حکومت پاکستان په 01 مئی 1972 په وړومبي ځل په باضابطه توګه په سركاري كچه 01 مئی د خواري كښو ورځ ګرځولې وه،دې نه پس هر كال په 01 مئی په ټول هېواد كښې عامه رخصتي وي او د پاکستان ټول خواري كښ د ټولې نړۍ د خواري كښو سره په ګډه د مزدور طبقې هڅو كاميابولو له 1886 كښې په شکاګو كښې د خپلو ځانونو قرباني وركونكو ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔د خواري كښو نړيوالي ورځ په موقع په ټول هېواد كښې په سرکاری ، نجی او غیر منافع بخش ادارو د سيورې لاندې بيو دستورو،سیمینارنو، لاريونونو ، جلسو ،جلوسونو او واك اهتمام کیږي۔