فېصل آباد۔ 30 اپریل (اے پی پی) د خواري كښو نړيوالې ورحې په موقعه به سبا د شورؤ په ورځ د مئي په اولنۍ نېټه په ګرد هېواد كښې عامه رخصتي وي٬ چې له امله به يۍ ټولې سركاري ٬ نيم سركاري ادارې ٬ بېنكونه ٬ مالياتي ادارې ٬ سټاك اېكسچېنجز ٬ ایوان هائے صنعت وتجارت، اعلیٰ او ماتحت عدالتونه ، پوهنتونونه ، کالجونه او سکولونه بند ساتلې شي۔ په دې لړ كښې تېره ورځ د وفاقي او صبوائي حكومتونو لخوا باقاعده نوټيفكېشن هم جاري كړے شوے دے۔