ايبټ آباد٬د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر د انسپكټر حسنين شاه شهيد كورنۍ سره غمرازي

ايبټ آباد 29 اپرېل (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر بابر سليم سواتي په ډېره اسماعيل خان كښې د قاچاقبرو په ډزو د شهيد شوي اينټي سمګلنګ يونټ انسپكټر حسنين شاه په كور كښې د شهيد غمچنې كورنۍ سره ملاقات وكړو۔ ده د شهيد لوړو درجو لپاره فاتحه خواني او غم جنې كورنۍ سره غمرازي څرګنده كړه۔ په دې موقع د تحريك انصاف ځايې مشرتابه هم موجود وو