پېښور ۔ 29 اپرېل (اے پی پی) د زرعي پوهنتون پيښور٬ پاكستان ډائرېكټورېټ آف فارم او د چين د بيجنګ انجينئرنګ ريسرچ فار هائبرډ ويټ ترمينځه د تفاهم يادښت لاس ليك شو۔ د زرعي پوهنتون پېښور وائس چانسلر ، پروفیسر ډاکټر جهان بخت او د بیجنګ انجینئرنګ ریسرچ سنټر فار هائبرډ ویټ،چین ډائرېكټر پروفیسر ډاکټر ژانګ شینګ کوان د تفاهم يادښت لاس ليك كړه۔ د دې مقصد تعلیمی او تحقیقی لوظنامو لپاره په سباؤن كښې د دواړو ادارو ترمينځه همكارۍ ته وده وركول دي۔ وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر جهان په پوهنتون كښې د روانو نصابي او غېر نصابي فعاليتونو په اړه ووئيل د زرعی پوهنتون پېښور فراغت ترلاسه كوؤنكي زده كوؤنكي په ملكي او نريواله كچه د كركيلې او لائيوسټاك او په نورو مهم څانګو كښې خذمات ترسره كوي۔ ده هيله ولرله چې دې لوظنامې سره به زرعی پوهنتون پېښور، پاکستان او بیجنګ انجینئرنګ ریسرچ سنټر فار هائبرډ ویټ، چین د پرمختګ په لاره روان شي۔