باجوړ 28 اپرېل (اے پي پي) باجوړ ضلع كښې د باران په نتيجه كښې د يو كور چھت راپريوتو په نتيجه كښې دوه كسان مړه او 5 نور ژوبل شوې دي۔ریسکیو 1112 او ځائ وګړو له مخې دا پېښه ماموند تحصیل په ګیلی سيمه كښې د اتوار په شپه رامخې ته شوې۔چارواكو له مخې د پېښې اطلاع ترلاسه ك يدو سره ریسکیو 1122 اهلکار په سمدستي توګه د پېښې ځائې ته رسيدلو سره د ملبے لاندې راغلې كسان راوېستلې دي۔چارواكو له مخې پېښه كښې دوه ميرمنې په حق رسيدلې دي دغسې 5 نور كسان ژوبل شوې دي۔ژوبل كسان درملنې لپاره د خار ډسټرکټ هیډ کوارټر هسپتال ته رسولې شوي چرته چې د هغوې حالت د ډاډ وړ دې۔