
پېښور 28 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سردار علی امین ډنډاپور په خېبر پښتونخوا كښې د اوسنو بارانونو په مهال د بيلو پېښو په نتيجه كښې په شوې مالي او ځاني زيان د افسوس څركندونه كړې ده۔د پېښور وزیراعلی هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعلیٰ په دې پېښو كښې د 5 كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره د غمجنو كورنييو سره د يووالي او غمراۍ څركندونه كړې ده۔ وزیراعلیٰ د مړو كسانو بخښنې او غمجنو كورنيو زغم او ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره دعا اوكړه۔ وزیراعلی ځپليو كورنيو لپاره د مالی معاونت اعلان کولو سره اړوندو چارواكو ته په دې لړ كښې د ضروری کارروائی كولو سپارښتنه وكړه۔