
پېښور ۔ 24 اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د نېشنل کمېشن فارهیومن ډویلپمنټ پراجېکټ څخه د آل خېبر پښتونخوا ټیچرز ایسوسی اېشن 8 كسيز نمائنده پلاوي د صدر ډاکټرسعید ګل په مشرۍ كښې ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې نائب صدر غلام رسول، عمومي سېكتر مولانا محمد شعیب او نور شامل وو۔ پلاوي ګورنر د اېن سی اېچ ډی لاندې كاركوؤنكو استاذانو ته د پېښو مسئلو او ستونزو څخه خبر كړو۔ دوئي ګورنر ته ووئيل مونږ 20 كاله څخه د دې پروګرام لاندې خپلې ذمه وارۍ ترسره كوؤ۔ د كال 2021 څخه دا پراجېكټ ایلیمنټری ایجوکیشن فاؤنډېشن ته وسپارلے شو۔ دوئي ووئيل مونږ نه يواځې دا چې د حكومت لخوا د ټاكلې شوې لږو تنخاګانو څخه محروم يؤ بلكې څو څو مياشتې مونږ ته تنخا راكړې كېږي هم نه۔ دوئي ګورنر څخه غوښتنه وكړه چې د تنخاګانو مسئله دې حل او د دوئي ملازمت دې مستقل كړے شي۔ په دې ګورنر پلاوي ته د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور وركولو سره ووئيل په دې اړه به صوبائي حكومت سره خبره وكړو۔ په دې مهال ګورنر سره د پخواني صوبائي وزير سيد ظاهر علي شاه په مشرۍ كښې يو نمائنده پلاوي او د مسلم ليګ (ن) د صوبائي اسمبلۍ غړي سردار شاهجهان يوسف هم جلا جلا ملاقاتونه وكړل او ده سره يۍ په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه