پېښور 23 اپرېل (اے پی پی) د روغتيا صوبائي وزير سيد قاسم علي شاه د لېډي ريډنګ هسپتال پیښور دوره وكړه۔ په دې مهال د بورډ آف ګورنرز چیئرمین پروفېسر محمد زبیر خان، د بي او جي غړے اسد اللہ چمکني ، د روغتون ډائرېکټر ډاکټر محمد ابرار خان خټک، اېسوسی اېټ ډائرېکټر طارق برکي ، میډیکل ډائرېکټر حامد شهزاد او د نرسنګ ډائرېکټر په شمول د روغتون نور اعلی چارواكي موجود وو كومو چې د روغتيا وزير ته هركلے اووې۔ د روغتيا وزير سيد قاسم علي شاه د اېل آر اېچ دورې په موقع په مېډ سرج كښې د نوي آپرېشن تھېټرز كمپلېكس پرانسته وكړه۔ د وياند له مخې د روغتون ډائرېكټر ډاكټر محمد ابرار خان د روغتيا وزير سید قاسم علی شاہ ته د روغتون د كاركردكۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ د بورډ آف ګورنرز چیئرمېن پروفېسر محمد زبیر خان د روغتيا وزير ته په اېل آر آېچ كښې د نرسنګ او ميډيكل كالج جوړېدو په اړه هم ووئيل۔ صوبائي وزير دې لپاره د بجټ وركولو باور وركړو۔ دغسې د دې دورې په مهال د صوبائي وزير لخوا د اېل آر اېچ د آئي سي يو بېډز تر 100 رسولو باور هم وركړے شو۔ صوبائی وزیر د میډ سرج په چمن كښې يو بوټے هم نال كړو ۔ په دې موقع د روغتون انتظاميې لخوا ګران مېلمه ته شيلډ وركړے شو۔