د تعليم وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي سره د يونيسيف استازي وليدل

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) په پاکستان كښې د ملګرو ملتونو د كوچنيانو فنډ (يونيسيف) استازي عبدالله اے فاديل د نهې په ورځ د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي سره وليدل۔ په دې موقع د تعليم سېكرتري محي الدين واني هم موجود ٶ۔ وفاقي وزير د عبدالله اے فاديل هركلي كولو سره د پاكستان په تعليمي څانګه كښې د يونيسيف د خدمات اعتراف وكړو۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔