
پیښور ۔ 23 اپریل (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علی وئېلي دي وفاقي او صوبائي حکومتونه د تعلیم او د صحت په څانګو د ډېرو نه ډېر وسائل خرڅ كوي ، په روغتونونو كښې غوره علاج او د تعلیمی ادارو څخه ښې نتيجې د صحت او تعلیم د څانګو کامیابي ګنړلې شي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګندھارا پوهنتون پیښور 8 م کانووکیشن ته د مشر مېلمه په حېث خطاب کښې وكړه ۔ ګورنر کانووکیشن كښې په اکیډیمک سیشن 2022-23 كښې د میډیکل تعلیم مکمل کوونكو 265 طلباء او طالبات له ډګرۍ وركړې دغسې تعلیمي میدان كښې ښه پوزیشن تر لاسه كوونكو 27 طلباء او طالبات له ته ئې ګولډ میدلز هم ورپغاړه كړل ۔په دستوره كښې وائس چانسلر ډاکټر اعجاز حسن خان ګورنر ته د پوهنتون كليز د کارکردګۍ رپورټ هم وړاندې كړو ،دستوره كښې د ګندھارا یونیورسټۍ چانسلرې مسز روئیدہ کبیر، ډائریکټر جنرل هیلتھ سروسز ډاکتر شوکت علي ، ایډیشنل انسپکټر جنرل پولیس علی بابا خیل،رجسټرار،کنټرولر امتحانات، د فیکلټۍ غړو، د سینټ او سنډیکیټ غړو بشمول طلباء اوطالبات، والدېن او اړوندو كسانو ګډون كولو ۔دستورې ته خپل خطاب کښې ګورنر حاجي غلام علي ووئېل د میډیکل تعلیم مکمل کوونكو ته مبارکي وركوم، ډاکټرانو له د پیشه وره تعلیم او تربیت سره په رویو كښې اخلاق، شائستګي لازمي جز ګړحول دي ۔ده ووئېل د ګندھارا یونیورسټي ، کبیر میډیکل کالج منتظمین ته د میډیکل په معیاري تعلیم وركولو پېرزوئنې وړاندې كوم ،دغسې د میډیکل تعلیم په مکمل کولو ستاسو د زده كوونكو والدین ته مبارکي وركوم۔ ده ووئېل د ډرډېدونكې انسانیت خدمت ستاسو د ژوند مقصد پكار دے ،د روغتونونو حالت ښه كول او رنځورانو ته هر ممکن طبي سهولیات وركول ستاسو جذبه پكار ده ،