د زده كړو نظام بهترۍ او فعاليتونو ته وده وركولو له به په كوټلو بنيادونو ګامونه پورته كولې شي٬ د مواصلات صوبائي وزير مير سليم احمد خان

کوئټه۔ 23 اپرېل (اے پی پی) د مواصلات او تعميرات صوبائي وزير مير سليم احمد خان كھوسه وئيلي دي په ګرده صوبه كښې د زده كړو نظام بهترۍ او صحي فعاليتونو ته وده وركولو له به په كوټلو بنيادونو ګامونه پورته كولې شي ٬ د نوي حكومت په اقتدار كښې راتللو څخه وروستو به زمونږ هڅه وي چې په ګرده صوبه كښې تعميراتي عمل پېل كړے شي٬ د حكومت به دا هڅه وي چې ټول وسائل د اولس په خېر ښېګړه مصرف كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په كھوسه هاؤس كوئټه كښې اولسي پلاويو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د اولس بنيادي مسئلې به په جدي توګه حل كولې شي۔ ده ووئيل مونږ دې څخه وړاندې هم د اولس خذمت كړے او دا وارې ب هم كه پاك پروردګار ته منظور وي تاسو مايوسه نه كړؤ۔ده ووئيل د صحبت پور ضلعې پرمختګ او سوكالۍ له به د هغو منصوبو منظوري وركولې شي كومو څخه چې اولس استفاده وكړې شي٬ په ګرده ضلع كښی به د زده كړو نظام بهترۍ او په طبي مركزونو كښې زياتو نه زياتې آسانۍ باوري كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل د ګردې ضلعې په وروستو پاتې سيمو كښې سوكالۍ له به اقدامات كولې شي او دا ټولې منصوبې به د ځايي اولس په صلاح او مشوره شروع كولې شي