پېښور ۔ 23 اپرېل (اے پی پی) په خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو ورېدو او واورې پريوتو د نوې لړۍ تر 29 اپرېل د روانې پاتې كېدو امكان څرګند كړے شوے دے۔ د موسمياتو څانګې له مخې د شورؤ ورځې څخه د بارانونو او تېزو هواګانو د يوې نوې لړۍ پېل كېدو امكان نظر كښې نيولو سره ډي اېم اے ټولې ضلعي انتظاميې ته د الرټ پاتې كېدو مراسله جاري كړې ده۔ ډی جی پی ډی ایم اے محمد قیصر خان په دې لړ كښې د صوبې ټولې ضلعي انتظاميې ته د پېشګي ګامونو پورته كولو هدايت كړے دے۔ د بارانونو د لاسه په پورته پرتو ضلعو كښې د لېنډ سلائيډنګ اندېښنې له مخې انتظاميه دې د وړې لويې مشينرۍ شتون باوري كړي۔ د تېزو هواګانو په صورت كښې دې اولس د برېښنا تارونو ٬ ورستو ودانيو ٬ سائن بورډز او بل بورډز څخه لرې پاتې كيږي۔ په حساسو پورته سيمو كښې سېلګرو او ځايي آبادۍ ته موسمي حالاتو څخه خبر پاتې كېدو له په احتياطي تدبيرونو د عمل كولو هدايت وركړې شوي دي۔ په حساس سيمو كښې دې په صوبائي او قومي سترو لارو مسافر وړاندې څخه خبر كړې شي۔ په دې مهال دې د بېړني خذمات اهلكارو شتون باوري كړې شي۔ د پی ډی ایم اے اېمرجنسی اپرېشن سنټر په بشپړه توګه فعال دے ٬ اولس دې د كومې هم ناوړه پېښې اطلاع په 1700 وركړي۔