
پېښور 22 اپرېل(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي سردارعلي امين خان ګنډاپور سره د صحت نړيوالې ادارې پلاوي د كنټري هېډ ډاكټر لوديپنګ په مشرۍ خښې ليدلي ۔ په دې موقع د صحت صوبائي وزير قاسم علي شاه او نور لوړ پوري هم موجود وو ٬ په دې موقع په صوبه كښې د صحت نړيوالې دارې په اشتراك د چلېدونكو پروګرامونو پحقله د خبرو اترو پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د صوبې او د صحت نړيوالې ادارې ترمېنځه مرسته او اشتراك زياتولو لپاره هم اتفاق وكړے شو۔