د شهید پولیس اهلکار د جنازې مونځ په لواړګي كښې ادا كړے شو

پېښور 22 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا خېبر ضلع لواړګي تحصیل سلطان خیل ایسار پهاړ كښې د نامعلومه وسله والو په ډزو د شهيد شوي پولیس اهلکار امین الله آفریدي د جنازې مونځ د سرکاري اعزاز سره تحصیل کمپاؤنډ جرګه هال كښې ادا کړے شو۔د هغه د جنازې په مونځ كښې ډسټرکټ پولیس آفیسر سلیم عباس کلاچي ،107 ونګ کمانډر لیفټیننټ کرنل زین العابدین،اېس پی انویسټی ګیشن کمال حسین، تحصیلدار ملك تیمور آفریدي ، چیئرمېن شاه خالد شینواري ،مولانا شعیب قادري او ډی اېس پی سرکل ملك مظهر آفریدی پشمول نورو پولیس چارواكو ګډون كولو