علی امین ګنډاپور په یارك كښې په كسټم اهلكارو د نامعلومو كسانو د دزو غندنه وكړه

پېښور 21 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سردار علی امین ګنډاپور د ډی آئی خان په یارك سيمه كښې په كسټم اهلكارو د ډزو پېښې غندنه كولو سره د كسټم اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د وزیراعلی هاؤس پېښور د اړخه جاري شوې بيان له مخې علی امین ګنډاپور د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔ وزیراعلی په پېښه كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا وكړه۔ وزیراعلی پولیس چارواكو ته د كسټم اهلكارو په نښه كونكو عناصرو نيولو له د ضروری اقدامات سپارښتنه وكړه۔ده ووئيل د شهيد شويو اهلكارو د كورنيو سره په دې غم كښې برابر شريك يو۔