د پیټروليم وفاقي وزير مصدق ملك سره پاكستان كښې د يو اے اي سفير ملاقات

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د پیټروليم وفاقي وزير مصدق ملك سره پاكستان كښې د يو اے اي سفير عبيد الزعابي ملاقات كړے ٬ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د پېټروليم ډويژن د اړخه جاري اعلاميې له مخې د يو اے اي سفير سره په خپلو خبرو كښې ډاكټر مصدق ملك ووئيل متحده عرب امارات او پاكستان خپلو كښې د ورورولۍ قوي اړيكې لري۔پاكستان د متحده عرب امارات سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔په دې موقع پېټروليم سېكټر كښې د مرستې لا قوي كولو ته اتفاق وكړے شو۔