پېښور 19 اپرېل (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټي مشر اسفنديار ولي خان د كور ودانې او د صوبائي صدر ايمل ولي خان د مور څلوېښتمه د جمعې په ورځ په ولي باغ چارسده كښې وشوه۔په دې موقع مركزي ډپټي جنرل سېكرټري ډاكټر محمد سليم خان٬صوبائي صدر(سندھ)شاهي سيد٬صوبائي نائب صدر ثاقب الله خان چمكني٬د بره دير صدر راجه امير زمان٬د شانګله ضلعې صدر اعظم خان٬د مركزي كمېټۍ غړي سيد معصوم شاه باچا٬پخوانو كانديدانو او بېلو نورو ذمه وارو او غړو صوبائي صدر ايمل ولي خان سره غمرازي ښكاره كړه او د ارواښادې بخښنې لپاره ئې فاتحه خواني وكړه ۔د خېبرپښتونخوا پخواني وزيراعلٰی امير حېدر خان هوتي٬مشال خان او نور ذمه وار هم په دې موقع موجود وو۔