د بلوچستان د كابينې 14 غړو سوګند پورته كړو

كوئټه 19 اپرېل (اے پي پي)د بلوجستان د كابينې 14غړو سوګند پورته كړو۔ د كوئټې په ګورنر هاؤس كښې د بلوچستان كابينې سوګند پورته كولو دستوره د جمعې په ورځ وشوه۔د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولي كاكړ وزيرانو څخه سوګند واغست۔د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي٬چيف سېكرټري شكيل قادر خان٬صوبائي سېكرټريز٬وكيلانو٬خبريالانو٬قبائېلي مشرانو پشمول د پاكستان پيپلز پارټي او مسلم ليګ غړو په لويه شمېره ګډون وكړو۔سوګند پورته كوونكو كښې عمراني ، علی مدد جتک، ظهور بلیدي، نور محمد٬ سردار فیصل جمالی، سرفراز ډومکی، عبدالرحمان کھیتران، سلیم کھوسه، عاصم کردګیلو،بخت محمد کاکړ، نوابزادہ طارق مګسي شامل دي۔دغسې شعیب نوشیروانی، راحیله دراني او ضیا لانګو هم د صوبائي وزيرانو په توګه سوګند پورته كړو