بدعنواني كېس د پروېز الهي سره شريك ملزم حبيب قاسم د 67 لكه روپو په پلي بارګېن خوشې كړے شو

لاهور 18 اپرېل (اے پي پي) د لاهور احتساب عدالت جج زبير شهزاد کياني په پرمختيائي منصوبو كښې د بدعنوانۍ په تور د نيولې شوي پخواني وزيراعلٰې چوهدري پروېز الهي شريك تورن حبيب قاسم د 67 د لكه روپو د پېلي بارګېن درخواست منظورولو سره د خوشې كولو امر وكړو ۔ د نېب پراسيکيوټر ووئيل سب انجينئر حبيب قاسم 40 فيصده پے آرډرز په كهاته كښې جمع كړي ۔