خېبر پښتونخوا كښې به د قامي او صوبائی اسمبلۍ په خالي چوكو ضمنی ټاكني په 21 اپرېل کېږي

پېښور 18 اپرېل (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې به د قامي او صوبائی اسمبلۍ په خالي چوكو ضمنی ټاكني په21 اپرېل کېږي كومو لپاره چې الیکشن کمېشن انتظامات بشپړ كړي،په دغه حلقو كښې این اے 8 باجوړ ، این اے 44 ډي آئي خان ، پی کے 22 باجوړ او د پي کے 91 کوهاټ خالی چوكۍ شاملي دي۔انتخابی كمپائن به د خالي په شپه پائي ته ورسي،په دغه حلقو كښې په مجموعی توګه 49 كانديدان برخه اخلي۔این اے 8 باجوړ كښې 7 ٬ این اے 44 ډي آئی خان كښې 19, پی کے 22 کوهاټ كښې 13 او پی کے 91 باجوړ كښې د 10 كانديدانو ترمينځه مقابله ده۔پولنګ به سهار 8 بجې پيل كېږي كوم به چې تر ماښام غير د څه دمې روان وي۔په دې ټاكنو كښې 14لکهه 71 زره ووټران به خپل ووټ كاسټ كوي۔ الیکشن کمېشن له مخې د ټاكنو لپاره په مجموعی توګه 892 پولنګ اسټېشنې جوړي شوي ۔ 139 پولنګ اسټېشنې زياتي حساس ګرځولې شوي او دې نه علاوه د سکیورټی لپاره په زړه پوري انتظامات شوي۔صوبائی الیکشن کمشنر دفتر كښې کنټرول روم هم جوړ شوے،چرته څخه به چې د ګيلو آزاله كولې شي۔