كوئټه٬اختر آباد كښې د ګاز لیکچ له امله چاودنه٬ يوه مېرمن مړه٬يو كس ژوبل

كوئټه 18اپریل (اے پي پي)د كوئټې په اختر آباد سيمه كښې د ګاز ليكچ له امله د چاودنې په نتيجه كښې يوه مېرمن مړه او يو كس ژوبل شو۔د پوليس له مخې د زيارت په ورځ د كوئټې په اختر آباد سيمه كښې په يو كور كښې ناڅاپي زوروره چاودنه وشوه چې په نتيجه كښې يې يوه مېرمن مړه او يو كس ژوبل شو۔پوليس او ايدهي د اطلاع ترلاسه كېدو سره د پیښې ځاې ته رسېدلي او مړه او ژوبل شوے كس ئې په سمدستي توګه روغتون ته منتقل كړي۔