خېبرپښںتونخوا كښې د بارانونو له امله ځپليو ضلعو له 50 ملينه روپۍ د مرستې جاري كړی شوي۔پي ډي اېم اے

پېښور 17 اپرېل (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د اوسنيو بارانونو له امله ځپلو 12 ضلعو لپاره 50 ملينه روپۍ د مرستې جاري كړې شوي۔د پي ډي اېم اے وياند له مخې دې 12 ځپليو ضلعو كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو مالي مرستې لپاره هم هدايات جاري كړے شوي۔د پي ډي اېم اے وياند له مخې 50 ملينه روپو كښې نوښار ته 20 ملين ٬كوز دير ته 5 ملين٬سوات او مالاكنډ ته 3 ٬ 3 ملين٬بره دير او ټانك ته 2 ٬ 2 ملين٬چترال كوز٬بټګرام٬كرك٬پیښور او چارسدې لپاره به يو يو ملين روپۍ وركولې شي