خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو له امله په پېښو كښې 32 كسان مړه او 41 ژوبل شول

پېښور 17 اپرېل (اے پي پي)خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو له امله په ګڼو ځايونو پېښو كښې 32 كسان مړه او 41 ژوبل شوي۔د پي ډي اېم اے لخوا د بارانونو له امله په صوبه كښې د ځاني او مالي زيان رپورټ كښې وئېلي شوي د بارانونو له امله په پېښو كښې په حق رسېدليو كښې 15 ماشومان او د 5 مېرمنو پشمول 32 كسان مړه او 41 ژوبل شوي چې پكښې 6 مېرمنې او 7 ماشومان شامل دي۔د پي ډي اېم اے وياند له مخې د بارانونو له امله په بېلو ضلعو كښې د ديوالونو او چهتونو رالوېدو له امله په مجموعي توګه 1370 كورونو ته زيان رسېدلے چې پكښې 160 كورونه په بشپړه توګه ړنګ شوي او 1210 كورونو ته جزوي زيان رسېدلے