په پنجه صاحب كښې د بېساكھي درې ورځنۍ دستورې پايې ته ورسيدې

سانګله هل۔ 17 اپرېل (اے پی پی) په بېساکھی اختر كښې د هېواد دننه ٬ بهر هېوادونو او هند څخه 2475 سکھ یاتريانو ګډون وكړو او په ننكانه صاحب كښې درې ورځې د خپلو مذهبي رسوماتو له ادا كولو څخه وروستو د خصوصي بسونو او ټرېنونو د لارې د پوليس په سخت حصار كښې كرتار پور لپاره روان شول۔ د بېساكھي اختر درې ورځنۍ دستورې كومې چې په ګوردواہ حسن ابدال پنجه صاحب كښې روانې پاتې شوې كښې المان ٬ امریکا، کاناډا ، انګلېنډ، نیوزی لېنډ او هند څخه راغلې 2475 سکھ یاتريانو ګډون وكړو۔ په پنجه صاحب كښې د دستورو پايې ته رسېدو څخه وروستو هندي سكھ ياتريان د درې خصوصي ټرېنونو دلارې ننکانه صاحب ته ورسولې شوو۔ د سکھ یاتریانو امنيت لپاره 1600څخه زيات د پنجاب پولیس، ایلیټ فورس او ټرېفک اهلكار تعينات كړې شوي وو۔ سکھ یاتري سچا سودا فاروق آباد ته هم ياترا لپاره ورسولې شوو چرته چې هغوي خپل مذهبي رسمونه ادا كړل او دوباره ګوردوارہ جنم استھان ته مذهبي رسمونه ادا كولو له راغلل۔ دغې څخه وروستو د شورؤ په ورځ ياتريان د خصوصي بسونو ٬ كوچز او هندي سكھ ياتريان د درې خصوصي ټرېنونو دلارې كرتارپور ته روان كړې شول چرته به چې هغوي خپل مذهبي رسمونه ادا كوي۔(