د کرم په بيلو سيمو كښی بارانونو او سيلابي اوبو تباهي خپره كړه

پاراچنار 17 اپرېل (اے پی پی) د كرم په بېلو سيمو كښې طوفاني بارانونو او د كرم سيند سېلابي اوبو تباهي خپره كړه۔ ضلعی انتظامیې او د رېسكيو 1122 ذريعو له مخې څو ورځو څخه د روانو طوفاني بارانونو د لاسه د كرم ضلعې په بېلو سيمو كښې كچه كورونه پرېوتل۔ بلخوا د كرم سيند په غاړه او په اپر او لوئر كرم كښې كرونده زمكې د سېلاب اوبو سختې وځپلې چې له امله يۍ كرونده ګر زيات مالي زيان سره مخ شول۔ وګړو غوښتنه كړې ده چې په بېړني بنيادونو دې د ځپليو مرسته وكړې شي او د كرم سيند دواړو غاړو ته دې حفاظتي پشتې جوړې كړې شي