حېدرآباد۔ 17 اپرېل (اے پی پی) د سندھ سینئر وزیر شرجیل انعام میمن سېهون ته نزدې په انډس هائي وے رامخې ته شوې ترافيكي پېښه كښې په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې۔ په جاري كړي بيان كښې د سندھ سينئر وزير شرجيل مېمن ووئيل زه په مانجھند كښې په رامخې ته شوې پېښه سخت خفه شوے يم٬ مونږ ځپليو او غمجنيو كورنيو سره د زړه نه خواخوږي لرو۔ ده ووئيل د سندھ حكومت په ترافيكي پېښه كښې ژوبل شوو لپاره په فوري توګه د طبي مرستې برابرولو هدايات جاري كړي۔ د داسې پېښو مخنيوي له به فعاله تګلاره وضعه كولې شي دغسې مونږ ټولو له به سباؤن كښې د دې ډول پېښو مخنيوي له په ګډه كار كول وي۔ ده زياته كړه چې مونږ د اولس تحفظ لپاره د حفاظتي اقدامات عزم لرؤ۔