
اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه په شريكه ګټه كښې د سرمايه كارۍ او تجارت پشمول نورو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي چې د اېس آئي اېف سي د لارې به هېواد كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ راوړلو كښې مرسته وشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره شپه د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود او د ھغه د پلاوي په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا ته وېنا كښې كړې۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه په ځانګړې اړيكو كښې په شريكه ګټه كښې د سرمايه كاري او تجارت پشمول نورو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د سعودي عرب د پلاوي لخوا د پاكستان په دوره كولو د سعودي عرب مننه كوٶ او ټول قام د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې ته سترګې په لار دې٬ دورې سره د شريكې خوښې په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته زياتولو له خبرې اترې شوې دي۔ ده ووئيل هر ډول ممكنه مرسته كولو له چمتو يو٬ مونږ د سرمايه كارۍ پحقله نړيوالو پوهانو سره په مشاورت فزېبلټي چمتو كړې ده٬ نننو خبرو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو نوې دور پېل شوې دې٬ سعودي عرب سره به د اربونو ډالرو د سرمايه كارۍ لوظنامې كېږي۔ ده ووئيل د سعودي د معيار له مخې به كار كوٶ٬ اېس آئي اېف سي شاندار ماډل دې چې په سبب ئې په لنډه موده كښې بهترين مېكنزم جوړ شوې دې، مونږ به خپل هدفونه ترلاسه كوٶ٬ د اېس آئي اېف سي په اېپكس كمېټۍ كښې سرلښكر او نور اهم سياسي مشران شامل دي، مونږ به په ګډه خپل مشن ترسره كوٶ٬ شريكې منصوبې بشپړولو سره به هم خپل هدف ترلاسه كوٶ۔ د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود په دې موقع خپلې وېنا كښې ووئيل چې په تود هركلي او كوربتوب د پاكستان مننه كوٶ٬ د پلاوي دورې سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شراكتدارۍ نوې دور پېل شوې دې۔ د ماسخوتن د مېلمستيا په دستوره كښې وفاقي وزيرانو٬ د پارلمان غړو ٬ د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير پشمول اعلٰې سول او عسكري چارواكي موجود وو