كوهاټ 16 اپرېل (اے پي پي) كوهاټ كښې ډبر چوك لاچۍ ته نزدې په ټرافيكي پېښه كښې 3 كسان مړه او 5 ژوبل شوي۔ د رېسكيو 1122 كوهاټ وياند له مخې مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې دي٬ د روغتون انتظاميې اندېښمن كسان پېښور ته د منتقل كولو امر كړے۔ د يادونې وړ ده چې پېښه د هائي اېس او بس ترمېنځه د تصادم په نتيجه كښې رامخې ته شوه۔