پېښور 16 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د سرښار پېښور ميئر حاجي زبير علي وئيلي دي د ځپليو خدمت ته پام لرنه كوو٬ د سېلاب ځپلو تر بحالۍ به هر ممكن مرسته دوامداره ساتو۔ دا خبره ده د سېلاب ځپليو سيمو دورې په مهال كړې۔ په دې موقع د سردار احمد جان کالونۍ، د بډھني او د نورو سېلاب ځپليو سيمو دوره وكړه۔ په دې موقع ده سېلاب ځپلو له د خوراك څښاك ضروري سامان او بسترې هم وركړې۔ ده سره حاجي عبد اللہ جان مومند٬ رفيع اللہ او د سيمې نور مشران هم ملګري وو۔