د وزيراعلٰې د ټېكنيكل اېجوكېشن خاص مرستيال عبدالكريم د ګورنمنټ ټېكنيكل اېجوكېشن اېنډ ووكېشنل سنټر ګلبهار دوره

پېښور 16 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د وزيراعليٰ انډسټري٬ كامرس او د ټېكنيكل اېجوكېشن خاص مرستيال عبدالکريم تورډھير د ګورنمنټ ټېكنيكل اېجوكېشن اېنډ ووكېشنل سنټر ګلبهار دوره كړې۔ په دې موقع خاص مرستيال د عملې بائيو مېټرك حاضرۍ سره سره د 13 بېلا بېلو تدريسي څانګو د تدريس د عمل او د تربيې د پروګرامونو جاج واغست۔ په دې موقع خاص مرستيال استاذانو او زده كوونكو سره هم وليدل او د مركز پرنسپل سره ئې تفصيلي خبرې هم وكړې