
پیښور 15اپرېل(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي صوبائي صدر ايمل ولي خان د بارانونو څخه په ټوله صوبه كښې په شوې تباهۍ د غم دړد څرګندونه كولو سره د باران له امله ځپليو كورنيو ته په هنګامي بنيادونو د رېليف وركولو غوښتنه كړې ده۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې اوسنو بارانونو څخه قيمتي ځاني زيان افسوس ناك دے٬ځپليو كورنيو سره غمرازي كوو۔د اے اېن پي صوبائي صدر ايمل ولي خان ووئېل د باران په شكل كښې قدرتي آفت څخه غريب اولس ستونزو سره مخ دے٬حكومت دې ځپليو كورنيو له په بېړني بنيادونو رېليف وركړي