خېبر٬د باران له امله د كور چت پريوتو په نتيجه كښې 9 كسه ژوبل شول

پېښور 15اپرېل (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا په باړه شين سيمه كښې د باران له امله د كور چت راپريوتو په نتيجه كښې 9 كسه ژوبل شوي۔د خېبر رېسكيو 1122 وياند له مخې عبدالرزاق نومي كس د كور چت راپريوتو په نتيجه كښې 9 كسه چې پكښې 4 مېرمنې او 5 ماشومان شامل دي ژوبل شوي۔رېسكيو اهلكارو ژوبل شوي كسان د ملبې څخه په راويستلو او د ابتدائي طبي مرستې وركولو نه پس روغتون ته منتقل كړې دي