بيساكھي اختر ٬ هند څخه راغلې سكھ ياتريان حسن ابدال څخه ننكانه صاحب ته ورسيدل

لاهور۔15اپرېل(اے پی پی) په بیساکھی اختر كښې ګډون كولو له هند څخه راغلې 2400 سکھ یاتريان حسن ابدال څخه ننكانه صاحب ته ورسېدل۔ د متروکه وقف املاک بورډ افسرانو لخوا مېلمنو ته تود هركلې ووئيلې شو۔ د متروكه وقف املاك بورډ له مخې یاتریانو ته د استوګنې ٬ ټرانسپورټ ٬ لنګر او ميډيكل غوره آسانۍ وركولې شي۔ میډیا سره خبرو كښې سکھ لارښودو ووئيل چې ټرسټ بورډ انتظاميې زمونږ لپاره په زړه پورې انتظامات كړي دي۔ دوئي ووئيل د حكومت او متروكه وقف املاك بورډ لخوا زمونږ د مقدس ځايونو تحفظ او خيال ساتلې شي۔