د ترهګرۍ بشپړه مخنيوي لپاره سيكورټي پلان له نوې سره مرتب كولے شي٬ د بلوچستان وزير اعلی مير سرفراز بګټي

کوئټه۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی په مشرۍ كښې په صوبه كښې د امن وضعې په اړه د لوړې كچې غونډه كښې په نوشكي كښې رامخې ته شوې د افسوس وړ پېښې سخته غندنه وكړې شوه او د امينيت لا ښه كولو په اړه مهمې پرېكړې وشوې۔ په غونډه كښې كمشنر او ډی آئی جی (رخشان ډویژن) د پېښې په اړه بشپر بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د دا ډول پیښو نوغې ويستلو او بشپړه مخنيوي له به سكيورټي پلان بيا له سره مرتب كولې شي۔ غونډې ته خپل خطاب كښې وزيراعلی ووئيل د ترھګرۍ په ضد جنګ يوازې د امنيتي ځواكونو نه دے بلكې زمونږ د ټولو په شريكه دے۔ د بلوچستان اولس د ترهګرۍ دې عفريت په ضد د امنيتي ادارو تر څنګ ولاړ دے۔ ده ووئيل د امن دښمنانو په ضد دا جنګ د رياست جنګ دے او دا جنګ به سياستمدارو ٬ سول آرمډ فورسز ٬ بېوروكرېسي ٬ عدليه او ميډيا ټولو له په ګډه كول وي۔ ده داخله څانګې ته هدايت وكړو چې په نوشكي كښې د وژلې شويو كسانو كورنيو ته په 7 ورځې كښې دننه معاوضه ادا كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د دا ډول د افسوس وړ پېښو بشپړه مخنيوي لپاره د امنيت كوټلي ګامونه ضروري دي او حكومت په دې اړه خپلو ذمه وارو څخه ښه خبر دے۔ ده ووئيل د رياست ذمه واري ده چې هر يو وګړي ته تحفظ وركړي۔ حكومت به د ترھګرو او د هغوي د سهولت كارو نوغي وباسي او د خپلو وګړو حفاظت به باوري كړي۔