د وساکھی میلې او د خالصه زيږيدنې ورځې دستورې پايې ته ورسيدې

لاهور۔14اپرېل(اے پی پی) د خالصه 325 مې زېږېدنې ورځې او وساکھی مېلې دستورې په ګورودوارہ پنجه صاحب حسن ابدال كښې پايې ته ورسېدې۔ هند او ګردې نړۍ څخه د راغلې سكھ ياتريانو په شمول د آسټريليا ٬ نيپال او نورو 10 هېوادونو سفيرانو په دستورو كښې ګډون وكړو۔ د وياند له مخې مركزي دستورې ته خپل خطاب كښې د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف مېلمنو ته د وساكي مېلې مباركي وركولو سره ووئيل پاكستان كښې اقليتونو ته بشپړه مذهبي آزادي ترلاسه ده او د دوئي املاك او د عبادت ځايونه محفوظ دي۔ د اقليتي چارو صوبائي وزير سردار رامیش سنګھ اروړا خپل خطاب كښې ووئيل پاكستان د نړۍ هغه يوازينې هېواد دے چرته چې په سكھ مېرج اېكټ عمل روان دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د سكھانو تاريخي ورثه محفوظ ده او په دې اړه په ګاونډي هېواد كښې ناسمه پروپېګنډا كولې شي۔ په دستوره كښې سېنېټر سردار ګل دیپ سنګھ، سیکرټری بورډ فرید اقبال، ایډیشنل سیکرټری شرائنز رانا شاهد سلیم، ایډمنسټریټر کراچی محمد آصف خان، ډپټی ایډمنسټریټر حسن ابدال یاسر اصغر مونګا، عاشر یونس ایم پی اے، بابا ګرپال سنګھ، سردار ستونت سنګھ او د ډاکټر ممپال سنګھ په شمول نورو بېلو سياسي ٬ مذهبي او اقليتي لارښودو ګډون وكړو۔ د وياند له مخې هندي سكھ لارښودو د متروكه وقف املاك بورډ لخوا ياتريانو لپاره د هر ډول انتظاماتو په كولو د پاكستان حكومت او ټرسټ بورډ انتظاميې خصوصي مننه وكړه۔ غېر ملكي سفيرانو هم د انتظاماتو ستائنه وكړه۔