پېښور ۔ 14 اپریل (اے پی پی) په خيبر پښتونخوا كښې د تېزو بارانونو د لاسه په رامخې ته شويو پيښو كښې 4 كسان مړه ٬ 7 ژوبل شول شوي دي۔ د پراونشل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (پی ډی ایم اے) لخوا تېره ورځ د جاري شوي رپورټ له مخې په حق رسېدليو كسانو كښې درې ماشوم ٬ يو سړے او په ژوبل شويو كښې 3 مېرمنې ٬ 3 سړي او يو ماشوم شامل دے۔ د رپورټ له مخې په بېلو ضلعو كښې په مجموعي توګه 15 كورونه زيانمن شول په كومو كښې چې 2 ويجاړ شوي او 13 ته جزوي زيان رسېدلے دے۔ د تېز باران دلاسله ځاني او مالي پیښې د صوبې په بېلو ضلعو دیر (اپر)، چترال (لوئر)، سوات او بونیر كښې رامخې ته شوې۔ د خېبر پښتونخوا وزیراعلی ضلعي انتظاميې ته ځپليو كورنيو لپاره د فوري مرستې او ژوبل شويو له د غوره طبي آسانيو برابرولو هدايت كړے دے۔ د پي ډي اېم اے لخوا ځپليو ضلعو ته د مرستې سامان رسولې شوې دې۔ په چترال (لوئر) كښې بندې لارې پرانستلې شوي دي۔ د نورو بندو سړكونو بحالولو له هم اړوندې ضلعي انتظاميې او ادارو ته هدايت جاري كړ شوي دي۔ د پی ډی ایم اے ایمرجنسی اپریشن سنټر په بشپړه توګه فعال دے او اولس د كومې هم ناوړه پېښې په اړه اطلاع په 1700 لمبر وركولې شي۔