
پېښور ۔ 14 اپریل (اے پی پی) د سېفران او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د بلوچستان په نوشكي سيمه كښې د ډزو پیښه كښې د 11 كسانو د وژل كېدو غندنه كولو سره د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غندنې خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د بې ګناه وګړو وژونكي د انسان بلل كېدو مستحق نه دي٬ د قيمتي ځانونو په زيان راته زيات افسوس شوے دے۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادو ته د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنيو كورنيو ته د صبر او زغم توفيق وركړي۔ وفاقي وزير ووئيل په پېښه كښې ككړ كسان د انسانيت دښمنان دي۔ په كلام پاك كښې ارشاد دے چې د يو انسان وژل ګويا د ټول انسانيت وژل دي۔ ده ووئيل د هېواد او انسانيت دښمنانو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔