د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په شوال لواړه سيمه كښې د مائن چاؤدنې په پيښه د ژور غم دړد څرګندونه

پېشور ۔ 14 اپریل (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د وزيرستان په شوال لواړه سيمه كښې د مائن چاؤدنې په پيښه د ژور غم دړد څرګندونه كولو سره د دې په نتيجه كښې د شهيد شويو كوچنيانو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر و زغم دعا كړې ده۔ په خپل بيان كښې وفاقي وزير په چاؤدنه كښې د ژوبل شوي كوچني د زر روغتيا دعا كولو سره ده لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔