
پېښور ۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزیراعلی په لوئر چترال كښې د بارانونو له امله د كور چھت پريويو پېښه كښې د يو تن په حق رسيدو د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ارواښاد لپاره د بخښنې ٬ غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم او په پېښه كښې ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ وزیراعلی ځپلې كورنۍ لپاره مالي مرسته اعلان كولو سره اړوندو چارواكو ته په دې لړ كښې د ضروري كارروايۍ عملي كولو هدايت وكړو۔ وزیراعلی ضلعی انتظامیې ته هدايت وكړو چې ځپلې كورنۍ ته دې فوري ريليف وركړے شي۔ دغسې په پېښه كښې ژوبل شويو لپاره دې د روغتيا غوره آسانۍ باوري كړې شي۔ وزیراعلی هدایت وكړو چې په لوئر چترال كښې د لېنډ سلائيډنګ د لاسه د بند شويو رابطه سړكونو فوري بحالۍ له دې اقدامات وكړې شي۔