
پېښور ۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سردار علی امین ګنډاپور په نوشكي كښې د مسافرو د تښتولو پېښه غندلو سره دغه پېښه كښې د 11 مسافرو په وژنه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ په خپل بيان كښې وزیراعلی علی امین ګنډاپور غمجنيو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كړه او په حق رسېدليو له يۍ د بخښنې او پسماندګانو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده وئيل دا يو زيات د افسوس او غندنې وړ پېښه ده ٬ ددې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ ده زياته كړه چې بې ګناه كسان په نخښه كول يو غېر انساني فعل دے۔ ده ووئيل د غمجنيو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔