د سينيټ دوهم چيئرمين سيدال خان ناصر سره د فقير بخش خان جمالي او نورو ملاقات

کوئټه۔ 12 اپرېل (اے پی پی) د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر سره د فقير بخش خان جمالي ٬ نثار خان عمراني او د مسلم ليګ بلوچستان د اطلاعاتو سېكتر چوهدري شبير احمد د وړوكي اختر په موقعه ملاقات وكړو۔ په دې موقعه دوئي سيدال خان ناصر ته د سېنېټ دوهم چيئرمېن په حېث په ټاكل كېدو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دوئي هيله ولرله چې هغه به د قانون سازۍ په عمل كښې د بلوچستان لارښودنه كوي۔