اټک ، د اختر په موقعه سيل له راغلي دوه ملګري اباسين كښې ډوب شول

اټک۔ 12اپرېل (اے پی پی) په اټک خورد كښې د اختر په دويمه ورځ سېل كولو له راغلې دوه ځوانان په اباسين كښې ډوبل شول۔ د پوليس له مخې د وړوكي اختر په دويمه ورځ پېښور څخه اټك خورد ته پكنك له راغلي دوه زلمي ملګري وقار او عبد الغني چې عمرونه يۍ 18 او 20 كاله وو په اباسين كښې د لامبلو په مهال ډوب شول۔ سېل له راغلې نورو كسانو د هغوي د بچ كولو زياتې هڅې وكړې ولې بيا هم د هغوي درك ونه لګېدو۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو ریسکیو 1122 په سمدستي توګه د مرستې كارروايۍ كښې برخه واخسته۔ د ماښام په وخت د تيارې له امله تر سهار عمليات وځنډولې شوو۔ دا خبره دې ياده وي چې اټك ته نزدې په اباسين كښې هر كال پكنك له راتلونكي كسان ډوبېږي كومو كښې چې د ځينو مړي يوه يا دوه اونۍ وروستو ترلاسه كولې شي۔ بل خوا اولسي سماجي حلقو د اټك دوهم كمشنر څخه اټك خورد ته نزدې په اباسين كښې په لامبلو د بندېز لګولو غوښتنه كړې ده۔