
پېښور ۔ 12اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور په انډس هائي وے رامخې ته شوې ترافيكي پيښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل بيان كښی وزيراعلی ځپليو او غمجنيو كورنيو سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كړه۔ ده په پېښه كښې په حق رسېدليو له د لوړو درجو ٬ غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم او د ژوبل شويو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده اړوندې ضلعي انتظاميې ته ژوبل شويو ته د درملنو غوره آسانيو رسولو هدايت وكړو۔ وزيراعلی ووئيل مونږ غمجنيو كورنيو سره په دې غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ ده زياته كړه چې په پېښه كښې په ځاني زيان راته زيات افسوس شوے دے