خيبرپښتونخوا کښې د کشتۍ او د لامبلو په مهال د ډوبيدو پيښې ٬ 18 کسان د مرستې اقداماتو له امله بچ كړې شول

پشاور۔ 12اپریل (اے پی پی)د وړوکي اختر په موقع د خېبرپښتونخوا په بېلو ضلعو کښې د کشتۍ ډوبېدو او د لامبلو په مهال ډوب شوي 18 کسان په وخت د مرستې اقداماتو له امله بچ كړې شوي دي۔.د ريسکيو 1122 ترمخه په چارسده ٬ نوښار او كوهاټ كښې دغه ډول پېښو کښې 18 کسان ډوب شول۔ د رېسكيو 1122 غوطه خورانو 8 کسان ژوندي راوويستل۔ د ریسکیو 1122 له مخې د نوښار کنډ پارک کښې د کشتۍ ډوبېدو پېښې په نتيجه كښې 10 كسان ډوب شول په كومو كښې چې 3 كسان ژوندي بچ كړې شوي۔ د چارسدې په خيالي سيند كښې 6 كسان د لامبلو په مهال ډوب شول كومو كښې چې درې كسان ژوندي راوويستلې شوؤ۔ دغسې په كوهاټ ډېم كښی 2 كسان ډوب شول كوم چې پج كړې شوي۔ په كنډ پارك كښې د رېسكيو 1122 نوښار ٬ مردان او صوابۍ ډلې برخه اخلي۔ رېسكيو 1122 د خېبر پښتونخوا اعلی وزير په هداياتو د سېلګرۍ په ځايونو وړاندې څخه د غوطه خورانو ډلې تعينات كړي دي۔