د سپيكرې غزاله ګوله شاه نوراني دربار ته نزدې په رامخې ته شوې پېښه د افسوس څرګندونه

حب۔ 11 اپرېل (اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ لنډ مهاله سپيكرې محترمې غزاله ګوله حب درګاه شاه نوراني ته نزدې د زائرينو بس ته په رامخې ته شوې پېښه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د تفصيلات له مخې سپيكرې ووئيل په پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان راته سخت افسوس شوے دے۔ دې ووئيل د حق رسېدليو كسانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كوم او د ژوبل شويو زر روغتيا له لاس په دعا يم۔ دې دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔