پاكستان سره د تلپاتي پيوستون څرګندونه ٬ د مقبوضه كشمير مسلمانان اختر پاكستان سره لمانځي

سرینګر۔10اپرېل(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې مسلمانانو يو وارې بيا پاكستان سره د خپل تلپاتي پېوستون په زړه پورې څرګندونه كولو سره د هند په ځايې پاكستان سره د وړوكي اختر خوشحالي ولمانځله چرته به چې سبا د زيارت په ورځ د وړوكي اختر اولنۍ ورځ لمانځلې شي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د جموں وكشمير مفتي اعظم مفتي ناصر الاسلام په شمول علماﺀ كرامو د مركزي رويت هلال كمېټي پاكستان لخوا د نهې په ماښام د شوال مياشت په نظر د راتللو اعلان څخه فوري وروستو په مقبوضه جموں وكشمير كښې د وړوكي اختر لمانځلو اعلان وكړو۔ پاكستان سره د اختر لمانځلو دا روايت د كشميري او پاكستاني اولس ترمينځه د ديني او كلتوري تړون عكاسي كوي۔