
پېښور ۔ 10 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علی امین ګنډاپور د كوچني اختر په موقعه خپل پېغام كښې وئيلي دي چې كوچنې اختر د اسلامي نړۍ د اجتماعيت او يو والي مظهر دے۔ دا خبره دې ياده وي چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلی د كوچني اختر لمونځ په خپله پلرنۍ ضلع ډي آئي څان كښې ادا كړو۔ په دې موقعه د هېواد سلامتيا ٬ سوكالۍ ٬ قامي او د اسلامي نړۍ يو والي له خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔ وزيراعلی ووئيل ټول ملت او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا اولس ته دې د اختر خوشحالۍ مبارك وي۔ له لمونځ څخه وروستو خپلو خبرو كښې ده ووئيل كوچنې اختر د پاك پروردګار لخوا مسلمانانو لپاره يوه ستره ډالۍ ده۔ ده ووئيل نن مونږ د يو قام او ملت په حېث اجتماعيت او يو والي ته زياته اړتيا لرؤ۔ مونږ له به دې پلو خپل پام ګرځول وي۔ ده ووئيل د وړوكي اختر فلسفه په حقيقت كښې دا ده چې مونږ د ټولنې محرومه طبقې په خپلو خوشحالو كښې شريك كړؤ۔ ده په خپل پېغام كښی ووئيل چې وړوكې اختر د مينې ٬ ورورولۍ او يو والي درس وركوي