
لاهور۔10اپرېل(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د هېواد په معاشي حالاتو كښې مثبت بدلون رامخې ته كيږي ، د وزیراعظم د سعودي عربستان اوسنۍ دورې په مهال سعودي ولي عهد د 5 اربه ډالرو سرمايه كارۍ اعلان وكړو چې ورسره د هېواد په سټاك ماركيټ تندي راغله٬ پاكستان بلها وسائل لرونكې هېواد دے ٬ مونږ قرضه نه تجارت غواړؤ۔ د شورؤ په ورځ په خپله حلقه كښې دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل ما ته په وفاقي كابينه كښې تر ټولو د كم عمر لرونكي وزير كېدو درناوې ترلاسه دے۔ ده ووئيل سوګند پورته كولو څخه وروستو مې وزيراعظم سره دسعودي عربستان خپلې اولنۍ بهرنۍ دورې په مهال د عمرې ٬ په خانه كعبه ٬ مسجد نبوي او رياض الجنة كښې د نوافلو سعادت ترلاسه كړو۔ ده ووئيل په دې موقعه مې د هېواد پرمختګ ٬ د اولس سوكالۍ او د خپلې حلقې خېر ښېګړې او بهترۍ له خصوصي دعاګانې وكړې۔ ده ووئيل مونږ ته ګوند تل عزت راكړے دے٬ د ګوند دروازې زمونږ د حلقې اولس لپاره تل پرانستې دي۔ ده ووئيل ټولو كارمندانو له به په ګډه د حلقې مسئلې حل كول وي۔ ده ووئيل د هېواد په معاشي حالاتو كښې مثبت بدلون رامخې ته كيږي ، د وزیراعظم د سعودي عربستان اوسنۍ دورې په مهال سعودي ولي عهد د 5 اربه ډالرو سرمايه كارۍ كولو اعلان وكړو چې ورسره د هېواد په سټاك ماركيټ تندي راغلې ده۔ ده ووئيل سعودي ميډيا د وزيراعظم دورې ته خصوصي كورېج وركړو۔ ده ووئيل حكومت ټېكس سسټم ښه كول غواړي او نجكارۍ ته خصوصي پام ګرځولے شوے دے۔